دسولی په باب دافغانستان اوپاکستان ګډه اعلامیه
سلام خان سلام خان

 

 

دافغانستان دسولی دعالی شورا دمشر صلاح الدين رباني په مشرۍ د سولې د عالي شورا  یو١٥ کسيز پلاوى د لړم په ٢٢مه، اسلام اباد ته په رسمی سفر رسېدلى و،دغه پلاوي د پاکستان د بهرنيو چارو له وزارت سره د تفصيلي خبرو اترو  ترڅنګ ، ددغه هېواد ولسمشر اصف علي زرداري، لومړي وزير راجا نادر پروېز، د پوځ مشر جنرال اشفاق کياني  او د جمعيت علماء اسلام مذهبي ډلې له مشر مولانا فضل الرحمن سره هم ليدلي دي

  له هر اړخیزوخبرو وروسته په يوه مشترګه ګډه اعلاميه کې ويل شوي، چې پاکستان به يو شمېر طالب بنديان خوشې کړي ،په اعلاميه کې راغلي، چې ددې ليدنو پر مهال پاکستاني لوري د سولې د عالي شورا پلاوي ته د هغو هلو ځلو په اړه معلومات ورکړل، چې پاکستان دافغان سولې او پخلاينې په برخه کې يې ترسره کوي ،دغه راز اعلاميه زياتوي ، چې دسولې شورا پلاوي ته په دې برخه کې د پاکستان د مهم رول په اړه معلومات ورکړل شوي او زياته شوې، چې پاکستان د افغانستان دسولې له پروسې څخه ملاتړ کوي ،په اعلاميه کې راغلي، چې دواړو لوريو له وسلوالو طالبانو او نورو وسلوالو ډلو څخه غوښتنه کړې، چې دافغانانو په  مشرۍ پيل شوې د سولې په پروسه کې برخه واخلي، څو په افغانستان کې روان تاوتريخوالى پاى ته ورسيږي سرچينې زياته کړې ، چې دافغانستان دسولې د عالي شورا په غوښتنه پاکستان يو شمېر طالبان بنديان خوشې کوي ،همدارنګه په اعلاميه کې دا هم راغلي، چې د موضوع اړونده هېوادونه  پاکستان، افغانستان او د امريکا متحده ايالات دې په خبرو اترو کې ګډون وکړي او دسولې پروسې د پرمختګ لپاره دې وسلوالو طالبانو ته خوندي لاره برابره کړي.

د اعلاميه د معلوماتو په اساس، چې پاکستان او افغانستان به له خپلو نړيوالو همکارانو سره په ګډه هڅه کوي، چې د هغو طالبانو او نورو  وسلوالو ډلو اړونده کسانو نومونه د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه لرې کړي، څو هغوى وکړاى شي د سولې په پروسه کې برخه واخلي په دغه اعلاميه کې پاکستان او د سولې عالي شورا پر وسلوالو طالبانو او نورو وسلوالو ډلو غږ کړى، چې له القاعدې او نورو نړيوالو ترهګرو ډلو سره خپلې اړيکې پرې کړي ،دواړو خواوو دافغانستان او پاکستان ترمنځ پر دوامداره او نږدې اړيکو ټينګار کړى، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا رامنځته شي ، ځکه چې د باور فضا د سيمې پر امنيت او ثبات ښه اغېزه کوي.

دواړو خواوو د اوږود مهاله همکاريو او دوه اړخيزو همکاريو د زياتولو غوښتنه هم کړې ده ،په اعلاميه کې زياته شوې،دواړو خواوو ټينګار وکړ، چې پر يوه بل د تورونو پورې کولو پر ځاى دې د خبرو اترو له لارې شخړې هوارې کړي ، دغه راز د دواړو هېوادونو له مسوولينو او وياندويانو څخه غوښتنه شوې، چې له سختو څرګندونو څخه دې ډډه وکړي او د تورونو پورې کولو لوبې ته دې د پاى ټکى کېږدي ، د سولې عالي شورا پلاوي او دپاکستان چارواکيو د ګډې پولې پر بريدونو هم خبرې وکړې او پرېکړه وشوه، چې ددې ستونزې د هواري لپاره دې يو ګټور ګډ ميکانېزم جوړ شي ، ترڅو دا ستونزه په بشپړه توګه له منځه يوسي .

په اعلاميه کې ويل شوي ، چې په دې برخه کې بايد ددواړو هېوادونو ملي پوځ په ګډه او له نږدې کار وکړی

د سولې پروسې د پرمختګ او ددې لپاره ديوه اغېزمن مېکانېزم جوړولو په موخه پرېکړه شوې، چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت او دافغانستان دسولې دعالي شورا ترمنځ دې په راتلونکي کې هم دا ډول اړيکې ونيول شي.

د سیاسي چارو سیمه ییز کارپوهان وايي وروسته له دې چې پاکستان په ۲۰۱۰ کې د طالبانو یوشمېر مشران ونیول دوی له اوږدې مودې را په دې خوا شک لري چې د پاکستان واکمنان د افغانستان د سولې د پروسې مخه نیسي ،د پاکستان له لوري په نیول شویو طالب مشرانو کې د دې ډلې دوهم کس ملا عبدالغني برادر هم شامل دی چې په پټه یې د افغانستان له حکومت سره خبرې کولې او غالباً نوموړي د پاکستان له اطلاع پرته دا کار کاوه ،د دوی په وینا پاکستان د طالبانو سخت دریځي مشران، چې تل یې له خبرو او پخلاینې سره کلک مخالفت کړی، نه دي نیولي او دې مسلې دا شک پیاوړی کړی چې د پاکستان د پوځ او استخباراتو ځیني عناصر د دې غوښتونکي دي چې طالبان جګړې ته دوام ورکړي، برعکس پاکستاني چارواکو دا خبره رد کړې چې ګنې دوی طالب مشران د دې لپاره نیولي چې د سولې د بهیر مخه ونیسي او حتي ویلي یې دي چې د طالب مقاماتو د نیولو لپاره په ځینو عملیاتو کې امریکايان هم ورسره ملګري ول ،د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې یوشمېر طالب مشران د افغانستان د حکومت د غوښتنې په ځواب کې د دې لپاره خوشي کوي چې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې له بهیر سره مرسته وشي.

ځیني پاکستاني کتونکي د پاکستان له خوا د یوشمېر طالبانو خوشي کېدو ته په اشارې وايي چې له دې داسي ښکاري چې د پاکستان امنیتي چارواکو خپل دریځ بدل کړی او اوس غواړي د افغانستان جګړه د خبرو اترو له لارې حل شي ،کرسچین ساینس مانیټر ورځپاڼه دراپور په اساس، که دا مسله حقیقت ولري چې د پاکستان امنیتي چارواکو خپل دریځ بدل کړی، په افغانستان کې د ثبات او امن د رامنځته کولو او له دې هیواده د امریکایانو د سوله ییز وتلو پرسر اختلاف به ختم شي ،پاکستاني ژورنالیست او تحلیلګر فرهاد حسین، چې په وروستیو کې د پاکستان له صدراعظم سره د کابل په سفر کې ملګری و، وايي:«موږ وینو چې بالاخره په پاکستان کې ټول یوه نظر ته رسېدلي او فکر کوي د افغانستان په راتلونکي حکومت کې د واک وېش، چې طالبان یې هم برخه وي، ښه فارمول دی ،د سیاسي چارو تحلیلګر او ژورنالیست رحیم الله یوسفزی د پاکستان له لوري د یو شمېر طالب بندیانو خوشي کېدا لوی انکشاف نه بولي ځکه چې د ده په نظر د افغانستان حکومت د طالبانو د لویو مشرانو د خلاصون غوښتنه لرله څو د سولې په خبرو کې ورسره مرسته وکړای شي نوموړی  په دې اند دی چې دغه سفر به کومې خاصې لاس ته راوړنې و نه لري. هغه د فرانسې له خبري آژانس سره په خبرو کې وویل ،اصلي ستونزه دا ده چې افغان دولت لا تر اوسه پورې له طالبانو سره اړیکه نه لري. حتی صلاح الدین رباني هم د نوموړې شوری د مشر په توگه تر ټاکل کیدو راهیسې په دې نه دی توانیدلی چې له طالبانو سره اړیکه ټینګه کړي. نو دا څنگه ممکنه ده چې په داسې یوه وضعیت کې چې د سولې شورا له طالبانو سره اړیکې نه لري دغه سفر لاس ته راوړنې ولري؟»

د طالبانو او متحده ایالاتو تر منځ لومړنۍ خبرې اترې چې په دوحه کې پیل شوې وې د روان کال په مارچ میاشت کې هغه وخت وځنډیدي چې امریکا د طالبانو هغه غوښتنه چې د ګوانتانامو له زندان څخه د هغوی پنځه تنه زندانیان ازاد شي، و نه منله،رحیم الله یوسفزی وایي که څه هم پاکستان پر طالبانو یو څه نفوذ لري خو دا خبره غیر واقعیبنانه ده چې پاکستان کولای شي وسله وال سله په سلو کې خبرو اترو ته قانع کړي. یوسفزی وایي چې د دې کار له پاره باید په لومړي سر کې متحده ایالات د باور فضا رامنځ ته کړي.پای


November 15th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها